د استقلال دورڅی په وياړ
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم  د تحقق  ټولنې د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق ټولنې

بسم الله الرحمن الرحيم

 

د ١٣٨٩ کال د زمرې ٢٨                                                                     کابل – افغانستان
 -----------------------------------------------------------------------------------------------------
 
د ګران هيواد ازاد او خپلواک  افغانستان  سپځلو او متدينوولسونو، دينۍ علماو، سياسيونو، فرهنګپالو ، د سياسی او ټولنيزوچارو قدرمنو فعالينو ته دافغانستان د خپلواکې د يونوييمي کاليزې په وياړ د زړه له کومی مبارکې او نيکې هيلې وړاندې کوو٠
دغه تاريخی ورځ  د غازې  شاه امان الله خان په مټ او زمونږ  په اسلامی او افغانی غرور سمبال   ولس  په واک او ځواک د الله په نصرت سره د افغانستان دتاريخ يووه وياړلی پاڼه زرينۀ  کړه٠ 
غازې  شاه امان الله خان د افغانستان د ټولو وګړو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيې استعمارته ماته ورکړه. په داسي حال کي چي، زيات شمير هيوادونه لا د بريتانيې تر استعمار لاندي ول خو افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه اونوم يې د خپلواکو هيوادونو په کتار کي راغی. ددغی خپلواکې ساتل او ددغی ورځی لمانځل د هر افغان فرض ګڼو، ددغي لارې شهيدانو او غازيانو ته ددعا لاسونه پورته کو٠


د يو  خپلواک   سوکاله، سر لوړې او اباد افغانستان په ارمان   په هيواد، ولس او افغانستان مين هر افغان

د ازاد افغانستان د ملی تفاهم  د تحقق  ټولنه


August 19th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها